دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 280152
د پاکستان څخه اتیا سلنه ایستل شوی افغانان د استوګنې معتبر اسناد لري
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له بهیر وروسته، د دغه هیواد ځینو رسنیو اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه د افغانستان پولې ته د ایستل شوي ۸۰ سلنه افغانان د اوسیدو معتبر اسناد لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پاکستانۍ ورځپاڼې "ډان نیوز" اعلان کړی چې له پاکستان څخه د اخراج لپاره ترانزیتي مرکزونو ته استول شوي تر ۸۰ سلنې زیات د هویت اسناد لري.
 
د دې خپرونې له مخې، ډېری افغان کډوال نه غواړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.
 
دې خپرونې د سرچینو په حواله ویلي، چې په ځینو مواردو کې پاکستاني چارواکي د افغانانو اعتباري کارتونه ضبطوي او بیا یې د اخراج لپاره ترانزیتي مرکزونو ته لېږدوي.
 
د پاکستاني چارواکو په وینا، په دغه هېواد کې د مېشتو افغان اتباعو د اخراج په لومړي پړاو کې به یوازې هغه افغانان چې په بشپړ ډول له اسنادو پرته ژوند کوی بېرته خپل هېواد ته استوي.
 
په همدې حال کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
https://avapress.com/vdcdkz0xxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته