کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړي

20 عقرب 1402 ساعت 11:37

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پالیسي باثباته ده او اسلام اباد له خپل ګاونډي افغانستان سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.


آوا - کابل: د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په دوه اړخیزو اړیکو ګې پاکستان خپل دریځ ساتلی دی او له افغانستان سره د اړیکو ښي اړيکي غواړي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې دغه هیواد د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.
 
هغه زیاته کړه: "د پاکستان بهرنۍ تګلاره باثباته ده او موږ غواړو له خپل ګاونډي افغانستان سره دوستانه اړیکې ولرو." "پاکستان له افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره خپله پوره هڅه کړې او په دې برخه کې موږ له افغانستان سره په ټولو مسایلو په تماس کې یو."
 
ایکسپریس ټریبیون لیکي چې پاکستان او اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر سر له یو بل سره اختلاف لري.
 
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، دغه اړیکې ترینګلې شوې.
 
د اسلامي امارت یو شمېر مشرانو په وروستیو اونیو کې د اسلام اباد پر تګلارې نیوکې کړې دي.


د مطلب کود: 280154

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280154/پاکستان-له-افغانستان-سره-دوستانه-اړیکې-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com