دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 280154
پاکستان له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد پالیسي باثباته ده او اسلام اباد له خپل ګاونډي افغانستان سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په دوه اړخیزو اړیکو ګې پاکستان خپل دریځ ساتلی دی او له افغانستان سره د اړیکو ښي اړيکي غواړي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې دغه هیواد د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.
 
هغه زیاته کړه: "د پاکستان بهرنۍ تګلاره باثباته ده او موږ غواړو له خپل ګاونډي افغانستان سره دوستانه اړیکې ولرو." "پاکستان له افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره خپله پوره هڅه کړې او په دې برخه کې موږ له افغانستان سره په ټولو مسایلو په تماس کې یو."
 
ایکسپریس ټریبیون لیکي چې پاکستان او اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر سر له یو بل سره اختلاف لري.
 
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه، دغه اړیکې ترینګلې شوې.
 
د اسلامي امارت یو شمېر مشرانو په وروستیو اونیو کې د اسلام اباد پر تګلارې نیوکې کړې دي.
https://avapress.com/vdcftxd0jw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته