کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې څه باندې ۲۵ زره خلکو ته د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول

22 عقرب 1402 ساعت 11:22

د افغان سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، چې په تېره يوه مياشت کې يې په پکتيکا کې ۲۵ زره ۲۷۳ اړمنو کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه خدمات د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې د دغې ادارې په روغتیايي مرکزونو کې اړو کسانو ته وړاندې کیږي.
 
د دغه سازمان د شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د ۱۱۸۳۰ کسانو درملنه شوې او ۸۹ تنه په روغتونونو کې بستر شوي دي.
 
د سرې میاشتې په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د دې ادارې په روغتیايي مرکزونو کې ۵۳۱۹ ښځو او ماشومانو واکسین کړی دی.
 
دغه مرستندویه سازمان ویلي چې تر اوسه ۷۲۲۸ کسانو ته روغتیايي مشورې ورکړل شوي دي.
 
د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۷۹۸ میرمنو د ماشوم له زیږون څخه مخکې او وروسته د روغتیايي خدمتونو په اړه لارښوونې ترلاسه کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغان سرې مياشتې ټولنه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د دايمي، ثانوي او ګرځنده روغتيايي مرکزونو په وسيله اړمنو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ دغې ادارې د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې د خصوصي ښوونځيو د زده کړې توان نه لري، د ښوونيزو مرکزونو د جوړولو اعلان وکړ.


د مطلب کود: 280282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280282/په-پکتیکا-کې-څه-باندې-۲۵-زره-خلکو-ته-د-روغتیایی-خدمتونو-وړاندې-کول

آوا
  https://www.avapress.com