دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 280282
په پکتیکا کې څه باندې ۲۵ زره خلکو ته د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول
د افغان سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، چې په تېره يوه مياشت کې يې په پکتيکا کې ۲۵ زره ۲۷۳ اړمنو کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه خدمات د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې د دغې ادارې په روغتیايي مرکزونو کې اړو کسانو ته وړاندې کیږي.
 
د دغه سازمان د شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د ۱۱۸۳۰ کسانو درملنه شوې او ۸۹ تنه په روغتونونو کې بستر شوي دي.
 
د سرې میاشتې په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د دې ادارې په روغتیايي مرکزونو کې ۵۳۱۹ ښځو او ماشومانو واکسین کړی دی.
 
دغه مرستندویه سازمان ویلي چې تر اوسه ۷۲۲۸ کسانو ته روغتیايي مشورې ورکړل شوي دي.
 
د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۷۹۸ میرمنو د ماشوم له زیږون څخه مخکې او وروسته د روغتیايي خدمتونو په اړه لارښوونې ترلاسه کړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغان سرې مياشتې ټولنه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د دايمي، ثانوي او ګرځنده روغتيايي مرکزونو په وسيله اړمنو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ دغې ادارې د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې د خصوصي ښوونځيو د زده کړې توان نه لري، د ښوونيزو مرکزونو د جوړولو اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdch6vnii23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته