کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې درې روغتيايي مرکزونه پرانستل شول

25 عقرب 1402 ساعت 10:35

په هلمند کې د افغانستان د پراختیا او روغتیا انستیتیوت مسوولینو اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې یې درې مجهز روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د پراختیا او روغتیا انستیتوت ولایتي مسوول ذبیح الله فیضي وايي، چې دغه مرکزونه په نادعلي، دیشو، ریګوان او ناوې کې جوړ شوي او نن یې په فعالیت پیل وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، په يادو مرکزونو ۱۲۷ زره امريکايي ډالر لګېدلي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د يادو ولسواليو په سپينو سيمو کې ټول روغتيايي مرکزونه د کانټينرونو په کارولو سره جوړ شوي، چې په سولر خونو، اوبو او برېښنا سمبال دي.
 
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي هم د دغه اقدام ستاينه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د معیاري روغتیايي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي.


د مطلب کود: 280484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280484/په-هلمند-کې-درې-روغتيايي-مرکزونه-پرانستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com