دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 280484
په هلمند کې درې روغتيايي مرکزونه پرانستل شول
په هلمند کې د افغانستان د پراختیا او روغتیا انستیتیوت مسوولینو اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې یې درې مجهز روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د پراختیا او روغتیا انستیتوت ولایتي مسوول ذبیح الله فیضي وايي، چې دغه مرکزونه په نادعلي، دیشو، ریګوان او ناوې کې جوړ شوي او نن یې په فعالیت پیل وکړ.
 
د هغه په ​​وينا، په يادو مرکزونو ۱۲۷ زره امريکايي ډالر لګېدلي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د يادو ولسواليو په سپينو سيمو کې ټول روغتيايي مرکزونه د کانټينرونو په کارولو سره جوړ شوي، چې په سولر خونو، اوبو او برېښنا سمبال دي.
 
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکي هم د دغه اقدام ستاينه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د معیاري روغتیايي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي.
https://avapress.com/vdcbwgb5arhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته