کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۵ ورځو کې له پاکستانه ۷۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

25 عقرب 1402 ساعت 12:58

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې له پاکستان څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې څه باندې ۷۳ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا –ګ- کابل: نن پنجشنبه (د عقرب ۲۵مه) د دغه وزارت په ایکس پاڼه کې لیکل شوی چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د نومبر تر ۱۵مې نیټې پورې له پاکستان څخه د ۷۳ زره ۲۰۸ کسانو راستنې شوې.

 
د راستنېدونکو د ستونزو د هواري د عالي کمېسيون وياند بلال کريمي وويل چې راستانه شوي کسان له بشري مرستو څخه برخمن شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم لسګونه زره افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي وو.


د مطلب کود: 280499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280499/په-۱۵-ورځو-کې-له-پاکستانه-۷۳-زره-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com