دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 280499
په ۱۵ ورځو کې له پاکستانه ۷۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې له پاکستان څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې څه باندې ۷۳ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس –ګ- کابل: نن پنجشنبه (د عقرب ۲۵مه) د دغه وزارت په ایکس پاڼه کې لیکل شوی چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د نومبر تر ۱۵مې نیټې پورې له پاکستان څخه د ۷۳ زره ۲۰۸ کسانو راستنې شوې.
 
د راستنېدونکو د ستونزو د هواري د عالي کمېسيون وياند بلال کريمي وويل چې راستانه شوي کسان له بشري مرستو څخه برخمن شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم لسګونه زره افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي وو.
https://avapress.com/vdchwvniw23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته