کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت چارواکي:

تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۳۴۰ زره کډوال ایستل شوي دي

26 عقرب 1402 ساعت 13:12

د مهاجرینو له ستونزو سره د مبارزې عالي ادارې ویاند بلال کریمي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۴۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا – کابل: کریمي نن پنجشنبه د عقرب د میاشتې په ۲۵ نیټه په خپل ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د روان کال د عقرب له ۱۷ نیټې څخه تر تیرې ورځې پورې ۵۳۲۷۰ کورنۍ چې شمیر یې ۲۶۷۴۰۰ تنو ته رسیږي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي.
 
هغه دا هم وویل، د روان کال د نومبر میاشتې له پیله تر اوسه ۱۲۴۳۰ افغان کورنۍ چې ۷۳۲۰۸ تنه یې افغانان دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روانې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې ده.


د مطلب کود: 280546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280546/تر-اوسه-له-پاکستانه-څه-باندې-۳۴۰-زره-کډوال-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com