دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 280546
تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۳۴۰ زره کډوال ایستل شوي دي
د مهاجرینو له ستونزو سره د مبارزې عالي ادارې ویاند بلال کریمي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۴۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: کریمي نن پنجشنبه د عقرب د میاشتې په ۲۵ نیټه په خپل ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د روان کال د عقرب له ۱۷ نیټې څخه تر تیرې ورځې پورې ۵۳۲۷۰ کورنۍ چې شمیر یې ۲۶۷۴۰۰ تنو ته رسیږي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي.
 
هغه دا هم وویل، د روان کال د نومبر میاشتې له پیله تر اوسه ۱۲۴۳۰ افغان کورنۍ چې ۷۳۲۰۸ تنه یې افغانان دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روانې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه کړې ده.
https://avapress.com/vdcaywnui49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته