کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاناډا له پاکستانه ۳۲۵ نور افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدولي دي

26 عقرب 1402 ساعت 15:06

د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې له پاکستانه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۲۵ نور افغان اتباع دغه هېواد ته لېږدولي دي.


آوا: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست پرون (چهارشنبه د عقرب ۲۴) په ایکس کې لیکلي چې دغه کسان له پاکستان څخه د دغه هیواد کلګري ولایت ته لیږدول شوي دي.
 
ادارې وویل چې خلک به په کاناډا کې لږترلږه 31 ځایونو ته کډه شي ، پشمول اډمونټن ، وینکوور او ټورنټو.
 
د کاناډا حکومت وايي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې ۴۰ زره زیانمن شوي افغان کډوال د کډوالو په توګه منلي او پر هغو دوسیو کار روان دی، چې تر اوسه ورته رسیدلي دي.
 
کاناډا تر دې مخکې هم څو ځلې له پاکستان څخه افغان اتباع په چارټر الوتنو لېږدولي دي.


د مطلب کود: 280549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280549/کاناډا-له-پاکستانه-۳۲۵-نور-افغان-کډوال-هغه-هېواد-ته-لېږدولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com