دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 280549
کاناډا له پاکستانه ۳۲۵ نور افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدولي دي
د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې له پاکستانه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۲۵ نور افغان اتباع دغه هېواد ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست پرون (چهارشنبه د عقرب ۲۴) په ایکس کې لیکلي چې دغه کسان له پاکستان څخه د دغه هیواد کلګري ولایت ته لیږدول شوي دي.
 
ادارې وویل چې خلک به په کاناډا کې لږترلږه 31 ځایونو ته کډه شي ، پشمول اډمونټن ، وینکوور او ټورنټو.
 
د کاناډا حکومت وايي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې ۴۰ زره زیانمن شوي افغان کډوال د کډوالو په توګه منلي او پر هغو دوسیو کار روان دی، چې تر اوسه ورته رسیدلي دي.
 
کاناډا تر دې مخکې هم څو ځلې له پاکستان څخه افغان اتباع په چارټر الوتنو لېږدولي دي.
https://avapress.com/vdcdoz0xnyt0jk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته