کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خصوصي ښوونځیو مسوولین باید د خپلو فعالیتونو جواز نوي کړي

29 عقرب 1402 ساعت 14:02

د کابل ښار د پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني د کابل ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې له يو شمېر رسمي او خصوصي ښوونځيو څخه ليدنه وکړه او د خصوصي ښوونځيو له مسوولينو يې وغوښتل چې د فعاليت جوازونه نوي کړي.


آوا  - کابل: د پوهنې وزارت په اکس ټولنیزه پاڼه کې ویل شوي، چې حقاني د ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه د کتنې پر مهال د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو وغوښتل چې د دوی د جواز موده وغځوي او د پوهنې وزارت د کړنلارې او خبرتیا سره سم د خپلو ښوونځیو د زده کړې بهیر پرمخ یوشی.

 
له بلې خوا د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د دولتي او خصوصي دارالحفاظونو د زده کوونکو ترمنځ د "نجم القرآن" تر نامه لاندې د قرآن کریم حفظ او قرائت ستره سیالي روانه ده. په کابل، لوګر، میدان وردگ، پروان، کاپیسا، پنجشیر او د کابل ښار په ولایتونو کې جوړ شي. د دارالحفاظ هغه زده کوونکي چې عمرونه یې د ۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ وي کولای شي په دې سیالیو کې ګډون وکړي.


د مطلب کود: 280739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280739/د-خصوصي-ښوونځیو-مسوولین-باید-خپلو-فعالیتونو-جواز-نوي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com