دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 280739
د خصوصي ښوونځیو مسوولین باید د خپلو فعالیتونو جواز نوي کړي
د کابل ښار د پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني د کابل ښار د درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې له يو شمېر رسمي او خصوصي ښوونځيو څخه ليدنه وکړه او د خصوصي ښوونځيو له مسوولينو يې وغوښتل چې د فعاليت جوازونه نوي کړي.
افغان غږ خبری آژانس  - کابل: د پوهنې وزارت په اکس ټولنیزه پاڼه کې ویل شوي، چې حقاني د ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه د کتنې پر مهال د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو وغوښتل چې د دوی د جواز موده وغځوي او د پوهنې وزارت د کړنلارې او خبرتیا سره سم د خپلو ښوونځیو د زده کړې بهیر پرمخ یوشی.
 
له بلې خوا د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د دولتي او خصوصي دارالحفاظونو د زده کوونکو ترمنځ د "نجم القرآن" تر نامه لاندې د قرآن کریم حفظ او قرائت ستره سیالي روانه ده. په کابل، لوګر، میدان وردگ، پروان، کاپیسا، پنجشیر او د کابل ښار په ولایتونو کې جوړ شي. د دارالحفاظ هغه زده کوونکي چې عمرونه یې د ۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ وي کولای شي په دې سیالیو کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcex78wojh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته