کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول

30 عقرب 1402 ساعت 10:13

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.


آوا: ویل کیږي، چې دغه پیښه پرون دوشنبه د عقرب په ۲۹ مه نیټه رامنځ ته شوې ده.
 
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال رياض هلمندي رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې يو نارينه، دوه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي، چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
 
د موټر چلوونکي بې احتیاطي او زیات سرعت د دغې پېښې لامل بلل شوی دی.


د مطلب کود: 280785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280785/په-هلمند-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-کورنۍ-شپږ-تنه-غړي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com