دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 280785
په هلمند کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: ویل کیږي، چې دغه پیښه پرون دوشنبه د عقرب په ۲۹ مه نیټه رامنځ ته شوې ده.
 
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال رياض هلمندي رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې يو نارينه، دوه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي، چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
 
د موټر چلوونکي بې احتیاطي او زیات سرعت د دغې پېښې لامل بلل شوی دی.
https://avapress.com/vdcfcxd0tw6dcea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته