کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې:

موږ به په افغانستان کې د یوه بهرني سرتیري د شتون اجازه هم ورنکړو

30 عقرب 1402 ساعت 13:40

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې کابل ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.


آوا - کابل: ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې ویلی، که د ۲۰۲۴ کال د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټی، په افغانستان کې به د بګرام اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړی او د څارنې لپاره به یې د یوه ستراتیژیک ځای په توګه کاروی.
 
مجاهد وویل: موږ به اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د هېوادونو ترمنځ د سیاسي لوبې ډګر شي. موږ به اجازه ورنکړو چې حتی یو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې حضور ولري.»


د مطلب کود: 280815

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280815/موږ-په-افغانستان-کې-د-یوه-بهرني-سرتیري-شتون-اجازه-هم-ورنکړو

آوا
  https://www.avapress.com