دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 280815
ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې:

موږ به په افغانستان کې د یوه بهرني سرتیري د شتون اجازه هم ورنکړو

موږ به په افغانستان کې د یوه بهرني سرتیري د شتون اجازه هم ورنکړو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې کابل ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې ویلی، که د ۲۰۲۴ کال د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټی، په افغانستان کې به د بګرام اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړی او د څارنې لپاره به یې د یوه ستراتیژیک ځای په توګه کاروی.
 
مجاهد وویل: موږ به اجازه ورنکړو چې د افغانستان خاوره د هېوادونو ترمنځ د سیاسي لوبې ډګر شي. موږ به اجازه ورنکړو چې حتی یو بهرنی عسکر هم په افغانستان کې حضور ولري.»
https://avapress.com/vdcjvye8iuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته