کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو شمیر نورو سیاسي شخصیتونو د معافیت کارتونه ترلاسه کړل

30 عقرب 1402 ساعت 13:55

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د دارالانشا چارواکي وايي، یو شمېر نورو سیاسي څېرو او د پخوانۍ ادارې چارواکو ته یې د معافیت کارتونه وېشلي دي.


آوا - کابل: د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون یو شمیر سیاسي شخصیتونو او د پخوانۍ ادارې چارواکو ته د معافیت کارتونه ویشلي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي محمد ذاکر یو شمېر سیاسي شخصیتونو ته د معافیت کارتونه وېشلي دي.
 
مولوي ذاکر ویلي دي چې هغه شخصیتونه چې له افغانستانه بهر تللي دي کولای شي چې په ارامۍ سره هیواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي او که کومه اندیښنه ولري هغوی ته به د معافیت کارت ورکړل شي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو شخصیتونو د معافیت د کارتونو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په سلګونو سياسي څېرو او د تېرې ادارې چارواکو له افغان څېرو سره د تماس له کمېسيون څخه د معافيت کارتونه ترلاسه کړي دي.


د مطلب کود: 280820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280820/یو-شمیر-نورو-سیاسي-شخصیتونو-د-معافیت-کارتونه-ترلاسه-کړل

آوا
  https://www.avapress.com