دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 280820
یو شمیر نورو سیاسي شخصیتونو د معافیت کارتونه ترلاسه کړل
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د دارالانشا چارواکي وايي، یو شمېر نورو سیاسي څېرو او د پخوانۍ ادارې چارواکو ته یې د معافیت کارتونه وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون یو شمیر سیاسي شخصیتونو او د پخوانۍ ادارې چارواکو ته د معافیت کارتونه ویشلي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي محمد ذاکر یو شمېر سیاسي شخصیتونو ته د معافیت کارتونه وېشلي دي.
 
مولوي ذاکر ویلي دي چې هغه شخصیتونه چې له افغانستانه بهر تللي دي کولای شي چې په ارامۍ سره هیواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي او که کومه اندیښنه ولري هغوی ته به د معافیت کارت ورکړل شي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو شخصیتونو د معافیت د کارتونو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په سلګونو سياسي څېرو او د تېرې ادارې چارواکو له افغان څېرو سره د تماس له کمېسيون څخه د معافيت کارتونه ترلاسه کړي دي.
https://avapress.com/vdcf0xd0xw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته