کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تيلو د استخراج زياتوالى

1 قوس 1402 ساعت 12:47

د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج د زیاتوالي خبر ورکړی دی


آوا: د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن واحد چې پرون یې له دغو څاګانو څخه لیدنه وکړه، وویل چې د قشقري د نفتي څاګانو د استخراج اندازه د ورځې له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده.

 
د سرپل والي دا هم ویلي دي چې له دې سیمې څخه د تیلو د استخراج ورځنی عاید هم ۶۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.
 
که څه هم افغانستان د نفتو او ګازو زیرمې لري، خو بیا هم له بهر څخه د تیلو په واردولو تکیه لري، نو ځکه یې بیې کله ناکله د بېلابېلو دلایلو له امله په ډراماتیک ډول لوړېږي.


د مطلب کود: 280882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280882/د-قشقري-نفتو-له-څاګانو-څخه-تيلو-استخراج-زياتوالى

آوا
  https://www.avapress.com