دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 280882
د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تيلو د استخراج زياتوالى
د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د قشقري د نفتو له څاګانو څخه د تېلو د استخراج د زیاتوالي خبر ورکړی دی
افغان غږ خبری آژانس: د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن واحد چې پرون یې له دغو څاګانو څخه لیدنه وکړه، وویل چې د قشقري د نفتي څاګانو د استخراج اندازه د ورځې له ۶۵۰ ټنو څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړه شوې ده.
 
د سرپل والي دا هم ویلي دي چې له دې سیمې څخه د تیلو د استخراج ورځنی عاید هم ۶۰۰ زره ډالرو ته رسیږي.
 
که څه هم افغانستان د نفتو او ګازو زیرمې لري، خو بیا هم له بهر څخه د تیلو په واردولو تکیه لري، نو ځکه یې بیې کله ناکله د بېلابېلو دلایلو له امله په ډراماتیک ډول لوړېږي.
https://avapress.com/vdcdjz0xxyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته