کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کډوال کاناډا ته واستول شول

2 قوس 1402 ساعت 10:07

د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ وزارت اعلان کړی چې له اسلام اباد څخه ټورنټو ته یې په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال انتقال کړي دي.


آوا: وزارت په خپله اکس پاڼه کې زیاته کړې، چې دغه مهاجر پناه غوښتونکي به د سینټ کتارینز، کالګري او هامیلټن په ښارونو کې میشت شي.
 
د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې کاناډا ۴۰ زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.
 
په همدې حال کې د کاناډا حکومت وايي، په تېرو دوو اونیو کې دغه هېواد شاوخوا ۱۰۰۰ افغان اتباع دغه هېواد ته لېږدولي دي.


د مطلب کود: 280941

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280941/افغان-کډوال-کاناډا-ته-واستول-شول

آوا
  https://www.avapress.com