دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 280941
افغان کډوال کاناډا ته واستول شول
د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ وزارت اعلان کړی چې له اسلام اباد څخه ټورنټو ته یې په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال انتقال کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: وزارت په خپله اکس پاڼه کې زیاته کړې، چې دغه مهاجر پناه غوښتونکي به د سینټ کتارینز، کالګري او هامیلټن په ښارونو کې میشت شي.
 
د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې کاناډا ۴۰ زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.
 
په همدې حال کې د کاناډا حکومت وايي، په تېرو دوو اونیو کې دغه هېواد شاوخوا ۱۰۰۰ افغان اتباع دغه هېواد ته لېږدولي دي.
https://avapress.com/vdcjxye8vuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته