کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات دوه عالمان د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شول

2 قوس 1402 ساعت 15:25

په هرات کې د خلکو سرچینې وايي چې نن پنجشنبه (قوس ۳) شاوخوا ۱۲ بجې د هرات ښار په المهدي جبریل سیمه کې دوه دیني عالمان د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.


آوا - هرات: د پيښې له سیمې څخه د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د شیعه علماوو شورا دوه غړي شیخ رجب اخلاق او خادم حسین هدایتي د المهدي جبریل په ښارګوټي کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي. 
 
عيني شاهدان وايي، وسله وال پر موټرسايکل سپاره وو او پر دغو دوو ديني عالمانو له ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
 
تر اوسه د هرات سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 280969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280969/د-هرات-دوه-عالمان-نامعلومو-کسانو-له-خوا-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com