دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 280969
د هرات دوه عالمان د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شول
په هرات کې د خلکو سرچینې وايي چې نن پنجشنبه (قوس ۳) شاوخوا ۱۲ بجې د هرات ښار په المهدي جبریل سیمه کې دوه دیني عالمان د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د پيښې له سیمې څخه د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د شیعه علماوو شورا دوه غړي شیخ رجب اخلاق او خادم حسین هدایتي د المهدي جبریل په ښارګوټي کې د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دي. 
 
عيني شاهدان وايي، وسله وال پر موټرسايکل سپاره وو او پر دغو دوو ديني عالمانو له ډزو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
 
تر اوسه د هرات سیمه ییزو او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcjmye8huqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته