کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ازبکستان څخه وارد شوې برېښنا بېرته وصل شوه

3 قوس 1402 ساعت 12:21

د هېواد د برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ۱۳ نورو ولایتونو برېښنا، چې د ترمیم له امله پرې شوې وه، بېرته وصل شوه.


آوا – کابل: د افغانستان برښنا شرکت د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې له کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بلخ، سمنګان، بغلان، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو برښنا قطعه شوی وو د یوې ورځې لپاره بېرته وصل شول.
 
په همدې حال کې برشنا شرکت نن سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ازبکستان کې د برېښنا د تاسیساتو د اساسي ترمیم او جوړولو له امله به د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه د وارداتي برښنا د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې راټیټه شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د خپلو اړتيا وړ برېښنا ډېره برخه له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه واردوي.


د مطلب کود: 280997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280997/له-ازبکستان-څخه-وارد-شوې-برېښنا-بېرته-وصل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com