دخپریدو نیټه :جمعه ۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 280997
له ازبکستان څخه وارد شوې برېښنا بېرته وصل شوه
د هېواد د برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ۱۳ نورو ولایتونو برېښنا، چې د ترمیم له امله پرې شوې وه، بېرته وصل شوه.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د افغانستان برښنا شرکت د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې له کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بلخ، سمنګان، بغلان، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو برښنا قطعه شوی وو د یوې ورځې لپاره بېرته وصل شول.
 
په همدې حال کې برشنا شرکت نن سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ازبکستان کې د برېښنا د تاسیساتو د اساسي ترمیم او جوړولو له امله به د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه د وارداتي برښنا د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې راټیټه شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د خپلو اړتيا وړ برېښنا ډېره برخه له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه واردوي.
https://avapress.com/vdcaownu049nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته