کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله نهه تنه مړه او ټپيان شول

5 قوس 1402 ساعت 11:35

بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهر بوزور ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.


آوا: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وویل، دا پېښه پرون سهار ۸ بجې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف کې د یوه پی کیب ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د شهربزرګ ولسوالۍ د رزمک کلي د کوتل تنډي سیمه کی.

 
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او اته تنه ټپيان دي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د شهربزرګ ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي دي.
 
د دې پېښې لامل د سړک خرابوالی بلل شوی دی.


د مطلب کود: 281085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281085/په-بدخشان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-نهه-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com