دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 281085
په بدخشان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله نهه تنه مړه او ټپيان شول
بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شهر بوزور ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وویل، دا پېښه پرون سهار ۸ بجې د دغه ولایت په مرکز مزار شریف کې د یوه پی کیب ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده. د شهربزرګ ولسوالۍ د رزمک کلي د کوتل تنډي سیمه کی.
 
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او اته تنه ټپيان دي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د شهربزرګ ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوي دي.
 
د دې پېښې لامل د سړک خرابوالی بلل شوی دی.
https://avapress.com/vdcjove8iuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته