کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۲۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي

5 قوس 1402 ساعت 17:14

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، تېره میاشت یې د هېواد ۳۲۰۱۴۶ وګړو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه د قوس په ۵ مه دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي: په دې میاشت کې تر ټولو زیات بریښنايي تذکرې په کابل کې ویشل شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وروسته په ننګرهار ولایت کې ۲۸ زره او ۸۷ برېښنايي تذکرې، په بلخ کې ۲۱ زره او ۶۱۶ او په هرات کې نږدې ۱۶ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.
 
دغه راز په خوست ولايت کې ٩٧٩١ او کندز د نږدې ٩زره تذکرو په ويش سره له يادو ولايتونو وروسته تر ټولو زيات برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.


د مطلب کود: 281117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281117/په-تېره-یوه-میاشت-کې-څه-باندې-۳۲۰-زره-برېښنايي-پېژندپاڼې-وېشل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com