دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 281117
په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳۲۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي
د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، تېره میاشت یې د هېواد ۳۲۰۱۴۶ وګړو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه د قوس په ۵ مه دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي: په دې میاشت کې تر ټولو زیات بریښنايي تذکرې په کابل کې ویشل شوي دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وروسته په ننګرهار ولایت کې ۲۸ زره او ۸۷ برېښنايي تذکرې، په بلخ کې ۲۱ زره او ۶۱۶ او په هرات کې نږدې ۱۶ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.
 
دغه راز په خوست ولايت کې ٩٧٩١ او کندز د نږدې ٩زره تذکرو په ويش سره له يادو ولايتونو وروسته تر ټولو زيات برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
https://avapress.com/vdcfyyd0ew6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته