کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستانه تر درې زره ډېر کډوال شړل شوي دي

6 قوس 1402 ساعت 12:05

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ له پاکستان څخه د څه باندې درې زره کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ.


آوا – کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ کې درې زره او ۱۶۱ افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ۵۷۶ کورنۍ چې ۳۱۶۱ تنه په کې شاملې دي، له پاکستان څخه په زوره راستانه شوي او د کډوالۍ په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي. 


د مطلب کود: 281142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281142/تېره-ورځ-له-پاکستانه-تر-درې-زره-ډېر-کډوال-شړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com