دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 281142
تېره ورځ له پاکستانه تر درې زره ډېر کډوال شړل شوي دي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ له پاکستان څخه د څه باندې درې زره کډوالو د راستنېدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه ورځ کې درې زره او ۱۶۱ افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ۵۷۶ کورنۍ چې ۳۱۶۱ تنه په کې شاملې دي، له پاکستان څخه په زوره راستانه شوي او د کډوالۍ په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي. 
https://avapress.com/vdcdof0xxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته