کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د يوه هلک او يوې نجلۍ د وژلو په تور دوه تنه ونيول شول

6 قوس 1402 ساعت 16:40

د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې نجلۍ او یو ځوان هلک د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د ایکس چینل په حواله لیکلي چې دغه دوه کسان د یوه ۲۸ کلن هلک او یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د قتل په تړاو نیول شوي دي.
 
سرچينه زياتوي، چې نيول شوي کسان به د څېړنو لپاره عدلي ارګانونو ته معرفي شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې په هېواد کې د وژنو څو پېښې شوې دي، چې تېره اونۍ په هرات ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا دوه ديني عالمان شهيدان شول.


د مطلب کود: 281180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281180/په-ننګرهار-کې-د-يوه-هلک-او-يوې-نجلۍ-وژلو-تور-دوه-تنه-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com