دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 281180
په ننګرهار کې د يوه هلک او يوې نجلۍ د وژلو په تور دوه تنه ونيول شول
د ننګرهار چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې نجلۍ او یو ځوان هلک د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د ایکس چینل په حواله لیکلي چې دغه دوه کسان د یوه ۲۸ کلن هلک او یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د قتل په تړاو نیول شوي دي.
 
سرچينه زياتوي، چې نيول شوي کسان به د څېړنو لپاره عدلي ارګانونو ته معرفي شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې په هېواد کې د وژنو څو پېښې شوې دي، چې تېره اونۍ په هرات ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا دوه ديني عالمان شهيدان شول.
https://avapress.com/vdcfcyd0xw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته