کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بې پیلوټه الوتکې د کاپیسا په اسمان کې ګزمې کوي

7 قوس 1402 ساعت 10:09

د کاپیسا ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت پر اسمان د بې پیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د سرچینو په حواله، دغه الوتکه پرون سهار ۶ بجو  څخه تر ډیر وخت پوری په دغه ولایت کې ګزمه کوله.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه د مرکز تر څنګ د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو په اسمان کې لېدل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بې پيلوټه الوتکه له کومه ځايه او څنګه د افغانستان هوايي حريم ته ننوتلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه ورکړل شوي وو.

تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 281197

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281197/بې-پیلوټه-الوتکې-د-کاپیسا-په-اسمان-کې-ګزمې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com