دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 281197
بې پیلوټه الوتکې د کاپیسا په اسمان کې ګزمې کوي
د کاپیسا ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت پر اسمان د بې پیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سرچینو په حواله، دغه الوتکه پرون سهار ۶ بجو  څخه تر ډیر وخت پوری په دغه ولایت کې ګزمه کوله.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه الوتکه د مرکز تر څنګ د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو په اسمان کې لېدل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بې پيلوټه الوتکه له کومه ځايه او څنګه د افغانستان هوايي حريم ته ننوتلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې راپورونه ورکړل شوي وو.

تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcdnf0x5yt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته