کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لسګونو مخورو شیعه ګانو د هرات له والي سره وکتل

7 قوس 1402 ساعت 11:41

د شیعه ګانو لسګونو مشرانو او مخورو د هرات له والي سره په کتنه کې د هرات په المهدي جبریل ښارګوټي کې د دوو دیني عالمانو شهادت ته په اشارې سره وویل، د هېواد دښمنان هڅه کوي چې خلک سره ووېشي. 


آوا - هرات: په دې غونډه کې د هرات ولایت مشرانو او دیني عالمانو ټینګار وکړ چې شیعه او سني په ورورګلوۍ او یووالي کې ژوند کوي او له دا ډول پیښو سره به بیل نشي.

د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار هم وویل چې د اسلامي امارت چارواکي د شیعه وګړو په غم کې شریک دي.

د هرات والي ټینګار وکړ چې امنیت د هر وګړي حق دی او د خلکو لپاره د امنیت تامینول د اسلامي امارت د حکومت دنده ده.

ښاغلي اسلام جار دا هم وویل چې د امنیت د تامین لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري اړینه ده.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (۲ قوس) د هرات په المهدي جبرائيل ښارګوټي کې دوه ديني عالمان د بريد له امله شهيدان شول.


د مطلب کود: 281205

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281205/لسګونو-مخورو-شیعه-ګانو-د-هرات-له-والي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com