دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 281205
لسګونو مخورو شیعه ګانو د هرات له والي سره وکتل
د شیعه ګانو لسګونو مشرانو او مخورو د هرات له والي سره په کتنه کې د هرات په المهدي جبریل ښارګوټي کې د دوو دیني عالمانو شهادت ته په اشارې سره وویل، د هېواد دښمنان هڅه کوي چې خلک سره ووېشي. 
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دې غونډه کې د هرات ولایت مشرانو او دیني عالمانو ټینګار وکړ چې شیعه او سني په ورورګلوۍ او یووالي کې ژوند کوي او له دا ډول پیښو سره به بیل نشي.

د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار هم وویل چې د اسلامي امارت چارواکي د شیعه وګړو په غم کې شریک دي.

د هرات والي ټینګار وکړ چې امنیت د هر وګړي حق دی او د خلکو لپاره د امنیت تامینول د اسلامي امارت د حکومت دنده ده.

ښاغلي اسلام جار دا هم وویل چې د امنیت د تامین لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري اړینه ده.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (۲ قوس) د هرات په المهدي جبرائيل ښارګوټي کې دوه ديني عالمان د بريد له امله شهيدان شول.
https://avapress.com/vdcdzf0xkyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته