کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف له پاکستان څخه د اخراج شویو افغان ماشومانو لپاره د تفریح ​​مرکز جوړ کړ

7 قوس 1402 ساعت 12:37

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د تورخم په لاره کې یې د هغو افغان ماشومانو لپاره د تفریح ​​مرکز جوړ کړی چې له پاکستانه شړل شوي دي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ایکس چینل په پاڼه کې لیکلي، چې د تورخم په لاره کې یې د هغو افغان ماشومانو لپاره چې له پاکستانه شړل شوي، د تفریح ​​یو مرکز جوړ کړی دی.

د یونیسف په وینا، دغه مرکز ۲۴ ساعته پرانستی دی او ماشومانو ته تر هغه وخته پورې رواني او تفریحي خدمتونه وړاندې کوي چې دوی له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان څخه په زرګونو کډوال له دې لارې افغانستان ته داخلېږي.

تر اوسه په سلهاو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي.


د مطلب کود: 281215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281215/یونیسف-له-پاکستان-څخه-د-اخراج-شویو-افغان-ماشومانو-لپاره-تفریح-مرکز-جوړ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com