دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 281215
یونیسف له پاکستان څخه د اخراج شویو افغان ماشومانو لپاره د تفریح ​​مرکز جوړ کړ
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د تورخم په لاره کې یې د هغو افغان ماشومانو لپاره د تفریح ​​مرکز جوړ کړی چې له پاکستانه شړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ایکس چینل په پاڼه کې لیکلي، چې د تورخم په لاره کې یې د هغو افغان ماشومانو لپاره چې له پاکستانه شړل شوي، د تفریح ​​یو مرکز جوړ کړی دی.

د یونیسف په وینا، دغه مرکز ۲۴ ساعته پرانستی دی او ماشومانو ته تر هغه وخته پورې رواني او تفریحي خدمتونه وړاندې کوي چې دوی له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان څخه په زرګونو کډوال له دې لارې افغانستان ته داخلېږي.

تر اوسه په سلهاو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي او یا هم شړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcezz8wnjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته