کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا عبدالغني برادر د تیلو د نویو څاګانو د پرانیستلو لپاره سرپل ته تللی

7 قوس 1402 ساعت 16:21

د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر اعلان کړی، چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن (سه شنبه د قوس ۷ مه) سرپل ولایت ته تللی، ترڅو په سرپل کې د تېلو اته نوي څاګانې پرانیزي. 


آوا - کابل: د اکس په نامه د اقتصاد وزارت د ویاند دفتر خبر ورکړی، چې ملا برادر به د سرپل ولایت په امو سیند حوزه کې د تیلو اته نوې څاګانې پرانیزي.

د امو سیند د نفتو د استخراج چارې یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې او ویل کېږي چې افغانستان هر کال ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید لري.

تر دې وړاندې ملا برادر د غوشتپې کانال د لومړي فاز د پرانستلو په موخه له نورو لوړ پوړو چارواکو سره مزارشریف ته تللی و.


د مطلب کود: 281234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281234/ملا-عبدالغني-برادر-د-تیلو-نویو-څاګانو-پرانیستلو-لپاره-سرپل-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com