دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 281234
ملا عبدالغني برادر د تیلو د نویو څاګانو د پرانیستلو لپاره سرپل ته تللی
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر اعلان کړی، چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن (سه شنبه د قوس ۷ مه) سرپل ولایت ته تللی، ترڅو په سرپل کې د تېلو اته نوي څاګانې پرانیزي. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اکس په نامه د اقتصاد وزارت د ویاند دفتر خبر ورکړی، چې ملا برادر به د سرپل ولایت په امو سیند حوزه کې د تیلو اته نوې څاګانې پرانیزي.

د امو سیند د نفتو د استخراج چارې یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې او ویل کېږي چې افغانستان هر کال ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید لري.

تر دې وړاندې ملا برادر د غوشتپې کانال د لومړي فاز د پرانستلو په موخه له نورو لوړ پوړو چارواکو سره مزارشریف ته تللی و.
https://avapress.com/vdcfmyd0jw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته