کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت:

هیڅ افغان مهاجر د پاکستان په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ګډون حق نه لري

8 قوس 1402 ساعت 9:52

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هیواد په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون ونه کړي.


آوا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، حتی هغه مهاجرین چې افغاني سندونه لري، اجازه نه لري چې د سیاسي فعالیتونو او د ټاکنیزو نوماندانو ملاتړ وکړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به قانوني او مستقیمه چلند وشي او له دغه هېواده به وشړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "هر هغه افغان چې په دې ډول فعالیتونو کې لاس لري، په پاکستان کې د قانوني حیثیت په پام کې نیولو پرته به له هېواده وایستل شي."

په همدې حال کې دغه وزارت د دغه هېواد اتباعو ته خبردارى ورکړى چې د بهرنيو اتباعو په کار ونه ګوماري او د کار موندنې په برخه کې له هغوى سره مرسته ونه کړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د پاکستان عمومي انتخابات د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه ترسره شي.

باید وویل شي، چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.


د مطلب کود: 281253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281253/هیڅ-افغان-مهاجر-د-پاکستان-په-ټاکنیزو-کمپاینونو-کې-ګډون-حق-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com