دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 281253
هیڅ افغان مهاجر د پاکستان په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ګډون حق نه لري
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هیواد په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګډون ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، حتی هغه مهاجرین چې افغاني سندونه لري، اجازه نه لري چې د سیاسي فعالیتونو او د ټاکنیزو نوماندانو ملاتړ وکړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به قانوني او مستقیمه چلند وشي او له دغه هېواده به وشړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "هر هغه افغان چې په دې ډول فعالیتونو کې لاس لري، په پاکستان کې د قانوني حیثیت په پام کې نیولو پرته به له هېواده وایستل شي."

په همدې حال کې دغه وزارت د دغه هېواد اتباعو ته خبردارى ورکړى چې د بهرنيو اتباعو په کار ونه ګوماري او د کار موندنې په برخه کې له هغوى سره مرسته ونه کړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د پاکستان عمومي انتخابات د راتلونکي کال د فبرورۍ په اتمه ترسره شي.

باید وویل شي، چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
https://avapress.com/vdcgnq9xwak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته