کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف کار دی

8 قوس 1402 ساعت 9:56

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتيق الله عزيزي له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د ويستلو په بهير نيوکه وکړه او داسلام اباد دغه کړنه يې دنړيوالو اصولو خلاف او د مهاجرينو په وړاندې دجګړې وروستۍ درجه وبلله .


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین وايي، د پاکستان د حکومت له لوري د افغان مهاجرینو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د دوی پر وړاندې د ظلم وروستۍ کچه ده.

ښاغلي عزيزي له ټولو کورنيو او نړيوالو مرستندويه بنسټونو وغوښتل چې له راستنېدونکو کډوالو سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د راستنېدونکو کډوالو د ښه راغلاست په موخه د شعرونو مشاعره جوړه شوې وه.


د مطلب کود: 281254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281254/د-پاکستان-له-خوا-افغان-کډوالو-جبري-ایستل-نړیوالو-اصولو-خلاف-کار-دی

آوا
  https://www.avapress.com