دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 281254
د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف کار دی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتيق الله عزيزي له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د ويستلو په بهير نيوکه وکړه او داسلام اباد دغه کړنه يې دنړيوالو اصولو خلاف او د مهاجرينو په وړاندې دجګړې وروستۍ درجه وبلله .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین وايي، د پاکستان د حکومت له لوري د افغان مهاجرینو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د دوی پر وړاندې د ظلم وروستۍ کچه ده.

ښاغلي عزيزي له ټولو کورنيو او نړيوالو مرستندويه بنسټونو وغوښتل چې له راستنېدونکو کډوالو سره خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د راستنېدونکو کډوالو د ښه راغلاست په موخه د شعرونو مشاعره جوړه شوې وه.
https://avapress.com/vdchmznik23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته