کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عمران خان د تحریک انصاف ګوند د مشر په توګه استعفا کوي

9 قوس 1402 ساعت 10:19

د تحریک انصاف مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د خپل ګوند د مشري څخه استعفا کوي.


آوا: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د وکیلانو په وینا، پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د دغه ګوند د مشر په توګه له خپلې دندې لاس په سر شي.

ښاغلی خان د روان کال د اګست له میاشتې راهیسې په ګڼو تورونو په زندان کې دی او په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی دی.

عمران خان په ۱۹۹۶ کال کې د خپل ګوند تحریک انصاف بنسټ کېښود او له نیول کېدو او نااهله کېدو سره سره تر اوسه د دې ګوند مشر پاتې شوی.

د دغه ګوند په وینا د ښاغلي خان د استعفا پرېکړه د قانوني خنډونو له امله شوې ده.

ښاغلی خان یو نیم کال دمخه د 2022 په اپریل کې د عدم اعتماد رایې له لارې له واکه لرې شو ، ځکه چې د هغه هیواد له ځواکمن پوځ سره چې ډیری وختونه د هغه اصلي ځواک بلل کیږي ، اړیکې خرابې شوې.


د مطلب کود: 281317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281317/عمران-خان-د-تحریک-انصاف-ګوند-مشر-په-توګه-استعفا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com